۰
حزب اسلامي:

د سیاسي مشارکت په اړه د حزب اسلامي په دریځ کې بدلون نه دی راغلی

سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۵
د ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي وایي، په حکومت کې د سیاسي مشارکت په اړه د یاد حزب په دریځ کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.
د سیاسي مشارکت په اړه د حزب اسلامي په دریځ کې بدلون نه دی راغلی
د ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي وایي، په حکومت کې د سیاسي مشارکت په اړه د یاد حزب په دریځ کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ پژواک خبري آژانس د حزب اسلامي د فرهنګي کمېسيون مشر او د اجرائيه شورا غړي قريب الرحمن سعيد له قوله ویلي و، چې دغه ګوند په حکومت کې د مشارکت پرېکړه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې دا پرېکړه وړمه شپه د حکمتيار په مشرۍ د اجرائيه شورا په غونډه کې وشوه او يو کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې په نظام کې د ګډون او مشارکت د څرنګوالي په اړه کار وکړي.
سعيد ویلي و، په دې اړه چې دغه مشارکت به په لوړه، منځنۍ او يا هم ټيټه کچه وي، وروسته پرېکړه کېږي.
هغه دا هم زیاته کړې وه، چې د افغانستان د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د هغې مادې په اړه چې د مشارکت په اړه و، ګډ اجرائيوي کمېسيون پرې کار کوي.
خو د حزب اسلامي له دفتر څخه نن د زمري په ۳مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي وحدت په حکومت کې د مشارکت په هکله د حزب اسلامي افغانستان په دريځ کې بدلون نه دی راغلی، نه په دې هکله له دولت سره مذاکرات شوي او نه کومه نوې موافقه.
خبرپاڼه زیاتوي، د حزب اسلامي دريځ دا وو او دی چې د جګړې په پای ته رسولو او د امنيت په تآمين کې له دولت سره هر راز بلا قید و شرط ملتيا او مرستې ته چمتو دی. دا مرسته په حکومت کې له مشراکت سره هېڅ تړاو نه لري.
د خبرپاڼې په وینا، حزب اسلامي په خپل هغه مخکيني دريځ کلک ولاړ دی چې د اوبو بندونو او ټاپي پروژې په څېر سترو ملي منصوبو د امنيت په تآمين کې جدي او پراخه مرستې ته تل او په هر ډول شرايطو کې چمتو دی.
حزب اسلامي په خبرپانه کې ولس ته ډاډ ورکړی، چې نه يواځې د داسې دروند مسؤليت د ادا کولو کلک عزم او هوډ لري، بلکې کافي وړتيا او ظرفيت هم لري او کولی شي د هېواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو هر ډول شيطاني هڅې شنډې کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین