۰
رویټرز:

امریکا، افغان پوځ ته ۷ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کوي

دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۶
رویټرز خبري آژانس د پوځي چارواکو له قوله وايي، امریکا غواړي د افغان پوځ د پیاوړتیا لپاره ۷ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کړي.
امریکا، افغان پوځ ته ۷ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کوي
رویټرز خبري آژانس د پوځي چارواکو له قوله وايي، امریکا غواړي د افغان پوځ د پیاوړتیا لپاره ۷ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ ویلي، امریکا په دې سره غواړي، افغان ځواکونو د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې پياوړي شي.
سرچینې زیاته کړې، چې له همدې امله هڅه کوي له دغو ځواکونو سره د مرستې لپاره د څلورو کلونو په لړ کې ۷ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کړي.
سرچینو رویټرز ته زیاته کړې، چې دغه ځانګړې شوې بودیجه به د افغان هوايي ځواکونو په روزنه، تجهیز، د الوتکو په ترمیم او نورو مواردو کې لګول کېږي.
جنرال فیلیپ ستورات، چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت پر غاړه لري، رویټرز ته ویلي، دا مرسته به د دې سبب شي چې افغان هوايي ځواکونه پیاوړي شي او په دې توګه افغانستان له بحراني حالت وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو ویاند ویلیم سالوین هم ویلي و، چې ۵۳ بلک هاک الوتکې له امریکا افغانستان ته پر لاره دي او په همدې موخه به د راتلونکې عیسوي میاشتې په لومړیو کې افغان ځواکونو ته په کندهار هوايي اډه کې د روزنې پروګرام پیل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین