۰

افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې سنګاپور ته ماته ورکړه

دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۷
د ۱۹ کلنو د نړیوال جام غواروي سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې کوربه سنګاپور ۱۹ کلنو لوبډلې ته په خورا لوی توپیر ماته ورکړه.
افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې سنګاپور ته ماته ورکړه
د ۱۹ کلنو د نړیوال جام غواروي سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې کوربه سنګاپور ۱۹ کلنو لوبډلې ته په خورا لوی توپیر ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبې چې په سنګاپور کې په لار اچول شوې، د نن لوبې پچه سنګاپور لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۰۵ منډو هدف وټاکه.
د افغان توپ وهونکو له خوا ابراهيم ځدراڼ ۷۳، درويش رسولي ۷۱، طارق ستانکزي ۵۵، نويد عبيد ۲۹ او اکرام عليخيل ۲۷ منډې جوړې کړې.
خو د لوبې په دوهمه پاڼې کې د سنګاپور توپ وهونکي د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې تر ډېره پر میدان ونه شوای درېدلای او په ۱۹ کور کې یې د ۸۱ منډو په کولو سره ټول لوبغاړي وسوځېدل او دغه لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په توپیر وبایلله.
د افغان نولس کلنو له لوري مجيب ځدراڼ ۴، يوسف ځاځي ۳، وفادار مومند، وقارالله اسحاقزي او شمس الله وليخيل يو - يو لوبغاړی وسوځاوو.
د لوبي غوره لوبغاړی ابراهيم ځدراڼ چې ۷۳ منډې يې کړې وې، وټاکل شو.
باید و ویل شي، چې په یادو لوبو کې دا د افغان ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې پنځم پرلپسې بری دی، چې تر لاسه کوي یې او د جدول په سر کې دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین