۰
واشنګټن پوسټ:

په افغانستان کې د داعش ډلې تر شا د پاکستان لاس دی

دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۹
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې تر شاه د پاکستان لاس دی.
په افغانستان کې د داعش ډلې تر شا د پاکستان لاس دی
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې تر شاه د پاکستان لاس دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې د سیمې د ځايي اوسېدونکو له قوله ویلي، چې د داعش ډلې مشران په پنجابي ژبه خبرې کوي.
د سیمې یوه اوسېدونکي یادې رسنۍ ته ویلي، د دې ډلې یو وسله وال یې لیدلی چې په سیند کې یې لمبل او پر مټ یې د پاکستان بیرغ کښل شوی و.
په ورته وخت کې ورځپاڼې دا هم ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د دغه ډلې پر ضد د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه زور اخیستی دی.
ورځپاڼې لیکلي، چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې دومره زیاتوالی راغلی چې په تېرو څو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
واشنګټن پوسټ لیکي د روانو هوايي بریدونو له پنځو یو یې د اسلامي دولت ډلې پرضد کېږي.
سرچینې زیاته کړې، چې جګړه نامتوازنه ده، خو په اچین ولسوالۍ کې د جګړې لومړۍ کرښه ورو ورو شاته ځي او دا د افغان او امریکايي استخباراتي چارواکو د هڅو له امله ده.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم افغان حکومت ویلي و، چې په افغانستان کې د جنګېدونکو داعشیانو ډېره برخه د پاکستان اوسېدونکي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین