۰

کابل کې د شوي برید مسؤولیت طالبانو پر غاړه واخیست

دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۹
په کابل کې د شوي ځانمرګي موټر بم برید چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۵ کارکوونکو په ګډون په کې ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی.
کابل کې د شوي برید مسؤولیت طالبانو پر غاړه واخیست
په کابل کې د شوي ځانمرګي موټر بم برید چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۵ کارکوونکو په ګډون په کې ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار شاوخوا ۷ بجې د پلازمېنې کابل ښار درېیمه ناحیه کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق کور ته نېږدې وشو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، برید کوونکي له چاوېدونکو توکو ډک کرولا موټر ته د ګڼې ګوڼې څخه ډکه سیمه کې چاودنه ورکړې، چې له امله یې ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش زیاتوي، چې په دغه برید کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي، برید هغه مهال وشو، چې له یادې سیمې څخه د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو کاسټر موټر د تېرېدو په حال کې و.
د دوی په وینا په دغه برید کې د یاد وزارت ۱۵ تنه کارمندان هم وژل شوي، چې د ځینو هغو جسدونه سوځېدلي او د پېژندولو وتلي دي.
ارګ پر ملکي کارکوونکو دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له ټولو اسلامي او انساني حقوقو سره په ټکر کې عمل بللی دی.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او د دې ډلې ویاند رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ادعا کړې، چې دغه برید د افغان حکومت د څارګرې ادارې په کارکوونکو شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه پیغام کې ویلي، چې برید یې د استخباراتي کارکوونکو په دوه موټر تر سره کړی، چې په وینا یې ۳۷ تنه استخباراتي کارکوونکي په کې وژل شوي دي.
باید و ویل شي، چې دا د کابل د زنبق څلور لارې کې د ټانکر موټر بم او دغه راز د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوي سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د شویو بریدونو څخه وروسته درېیم خونړی برید دی، چې په تېره یوه نیمه میاشت کې رامنځ ته کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین