۰

حزب اسلامي په نظام کې د ګډون پرېکړه کړې

دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۶
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي اجرائيه شورا په نظام کې د ګډون پرېکړه وکړه.
حزب اسلامي په نظام کې د ګډون پرېکړه کړې
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي اجرائيه شورا په نظام کې د ګډون پرېکړه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د حزب اسلامي د فرهنګي کمېسيون مشر او د اجرائيه شورا غړي قريب الرحمن سعيد پژواک خبري اژانس کړې دي.
نوموړي ويلي، چې دا پرېکړه تېره شپه د حکمتيار په مشرۍ د اجرائيه شورا په غونډه کې وشوه.
د هغه په وینا يو کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې په نظام کې د ګډون او مشارکت د څرنګوالي په اړه کار وکړي.
سعيد وايي، په دې اړه چې دغه مشارکت به په لوړه، منځنۍ او يا هم ټيټه کچه وي، وروسته پرېکړه کېږي.
دی زیاتوي، چې د افغانستان د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د هغې مادې په اړه چې د مشارکت په اړه و، ګډ اجرائيوي کمېسيون پرې کار کوي.
د حزب اسلامي د اجرائيوي شورا دغه غړي وويل چې دوى له نظام څخه ملاتړ کوي او په نظام کې له ګډون څخه يې موخه دا ده، څو اوسنى حکومت خپل رسمي وخت پوره کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین