۰

پاکستان د ۷۰۰ بورسونو لپاره له افغان محصلینو ازموینه اخلي

دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۶
په کابل کې د پاکستان سفارت د افغان محصلینو لپاره د ۷۰۰ بورسونو د ازموینې نیټې اعلان کړې.
پاکستان د ۷۰۰ بورسونو لپاره له افغان محصلینو ازموینه اخلي
په کابل کې د پاکستان سفارت د افغان محصلینو لپاره د ۷۰۰ بورسونو د ازموینې نیټې اعلان کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سفارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا ازموینې دراتلونکې جمعې په ورځ د زمري په ۶مه، نیټه پیلیږي او څلور ورځې به دوام کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو ۷۰۰ بورسونو کې یې ډېری د لیسانس دي، خو د ماسترۍ او دوکتورا بورسونه هم پکې شامل دي.
سرچینه زیاتوي، چې دا ازموینه د کابل په سفارت، د جلال اباد، کندهار، هرات او مزار شریف ښارونو په کونسلګریو کې اخیستل کېږي.
خبرپاڼه وايي، هغو محصلینو ته چې دې بورسونو لپاره یې نوم لیکنه کړې وه، هغوی ته ځانګړې شمېرې د اي مېلونو له لارې لېږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ویلي، اوس مهال درې زره افغان محصلین د پاکستان په بیلا بیلو پوهنتونونو په زده کړو بوخت دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین