۰

کابل کې د شوي برید مرګ ژوبله ۶۶تنو ته ورسېده

دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۴
د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې امله یې ۶۶تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې د شوي برید مرګ ژوبله ۶۶تنو ته ورسېده
د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې امله یې ۶۶تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار درېیمه ناحیه کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق کور ته نېږدې شوی دی.
په دغه سیمه کې د زوال په نوم یو شخصي پوهتنون هم موقعیت لري او عیني شاهدان وايي، برید د ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې شوی، چې ګڼ تلفات لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په دغه برید کې ۲۴تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۲نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا ځانمرګي برید کوونکي د چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر ته چاودنه ورکړې دي.
دانش دا هم وایي، چې په دغه برید کې درې موټر له منځه تللي، خو د عیني شاهدانو په وینا په برید کې دوه کاسټر موټر په بشپړه توګه سوځېدلي او دغه راز نور موټر هم تخریب شوي دي.
ویل کېږي، د برید موخه د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکي، چې په کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د برید غږ تر ډېر اورېدل شوی او دومره زورور و، چې تر ډېره پورې یې د ودانیو ښيښې ماتې کړې دي.
سیمه دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده، او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم زیاته شي.
د برید مسؤولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین