۰

بغلان کې ترافيکي پېښې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۶
سیمه ییز چارواکي وايي، په شمالي بغلان ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
بغلان کې ترافيکي پېښې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز چارواکي وايي، په شمالي بغلان ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېشه نن سهار د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
په شمال کې د ۸۰۸ سپین غر زون ویاند محفوظ الله اکبري وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د مسافرو یو ۴۰۴ ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.
نوموړي زیاته کړه، دغه موټر چې له کابل څخه مزار شریف ته په لار و، په کې د ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي، په ټپیانو او وژل شویو کسانو کې ۶ مېرمېنې او دوه ماشومان هم شامل دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ۸۰۸ زون ویاند زیاتوي، چې پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ او بې پروايۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
جمهورآژانس: بغلان
انیتا کارګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین