۰

هلمند کې ماین چاودنې شپږ ولسي وګړي ټپیان کړل

يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۳
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
هلمند کې ماین چاودنې شپږ ولسي وګړي ټپیان کړل
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د مومن په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه د ولسي وګړو په تراکتور موټر شوې، چې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې چاودېدونکي توکي د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي وو او ټپيان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو په هلمند کې د سرحدي پولیسو د څلورمې لوا قوماندان سمنوال ظاهرګل مقبل وايي، په دې چاودنه کې يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي، له يادې پېښې ورته درې ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین