۰

د ولسي جرګې لومړی مرستيال همایون همایون د قرار داد په غوښتلو تورن شو

يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۱
د ولسي جرګې د دارلانشا مشر خدای نظر نصرت وايي، د جرګې لومړي مرستیال همایون همایون ورڅخه د څو قراردادونو غوښتنه وکړه، خو ده نه دي ورسره منلي.
د ولسي جرګې لومړی مرستيال همایون همایون د قرار داد په غوښتلو تورن شو
د ولسي جرګې د دارلانشا مشر خدای نظر نصرت وايي، د جرګې لومړي مرستیال همایون همایون ورڅخه د څو قراردادونو غوښتنه وکړه، خو ده نه دي ورسره منلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نصرت دغه څرګندونې نن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې او ویې ویل، چې دی ځکه څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي، چې د جرګې لومړی مرستیال ته یې قراردادونه نه دي ورکړي.
د ولسي جرګې د دارلانشا مشر خدای نظر نصرت پرون د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو، خو هغه وایي په فساد کې لاس نه لري، بلکې د فساد مخنیوی یې کړی دی.
خدای نظر نصرت وايي، پر ده ځکه د فساد تور لګول شوی، چې د ولسي جرګې لومړي مرستيال ته يې په جرګه کې يو شمېر قراردادونه ور نه کړل.
نوموړي زیاته کړه، همايون همايون له ده غوښتي چې د ولسي جرګې د دارالانشا مالي مسوول هم له دندې ګوښه او څو قراردادونه ده ته ورکړي؛ خو ده دا کار ونه کړ.
د هغه په وینا د همایون ډېر ټينګار پر دې و، چې پارلمان ته د قرطاسيې د ورکړې قرارداد بايد له ده سره وي.
دغه راز نصرت زیاته کړه، چې همايون همايون څو ځله پرې فشار راوړی، چې د ولسي جرګې ټلويزيون دې هم ده ته په قرارداد ورکړل شي.
په ورته وخت کې نوموړي دا هم و ویل، چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همايون په خپله د رسنيو يو مرکز جوړ کړی او غواړي له دې لارې د ولسي جرګې ټولې چارې په لاس کې واخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین