۰

فرانسه د افغانستان د تاریخي آثارو مکمله نقشه جوړوي

يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له فرانسې سره یې هوکړه کړې، چې هغوی د افغانستان د تاریخي آثارو یوه مکمله نقشه جوړه کړي.
فرانسه د افغانستان د تاریخي آثارو مکمله نقشه جوړوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له فرانسې سره یې هوکړه کړې، چې هغوی د افغانستان د تاریخي آثارو یوه مکمله نقشه جوړه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن کابل کې د تورېزم په اړه د یوه علمي سمینار د پیل په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې افغانستان د تاریخ په اودو او بېلا بېلو دورو کې د نړۍ د تورېزم مرکز او د تاریخ هره دوره یې د تورېزم یوه خاصه دوره جوړوي.
نوموړي زیاته کړه، چې پخوا هم افغانستان د فرهنګ، تمدن او مفکورو د انتقال او اتصال مرکزو اوس به هم د تاریخ په اوږدو کې دغه نقش ولري.
ولسمشر و ویل، چې د افغانستان تاریخي آثار او طبعیي ښکلا د نړیوال تورېزم له پاره ډېر د اهمیت وړ دي او باید په دې برخه کې جدي کارونه وشي.
هغه و ویل، چې د ترهګرۍ له خلاصېدو وروسته او ته د سولې او ټیکاو له راتګ سره سم به د کال نېږدې له دوه تر پنځه میلیونه پورې بهرني سیلانیان افغانستان ته راځي.
ښاغلي غني وايي، چې د افغانستان د تاریخي آثارو د بیا رغولو او د تورېزم برخې ته ودې ورکولو ته ژمن دی او په همدې برخه کې یې فرانسویانو سره هوکړه کړې تر څو د افغانستان د تاریخي آثارو یوه مکمله نقشه جوړه کړي.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغان ولس په خپل ښه راتلونکي باوري دی او غواړي، چې خپل راتلونکی بدل کړي.
هغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه وغوښتل، چې تورېزم په برخه کې مشخصي طرحې وړاندې کړي تر څو وکولای شي افغانستان د نړیوال او کورنۍ تورېزم په برخه کې پرمختګ وکړي.
افغان ولسمشر و ویل، چې کورنۍ او نړیوال تورېزم د ولسونو د اتصال، ملي یووالي او اقتصادي پیاوړتیا یوه لویه سرچینه ده چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ولس ته ډاد ورکړ، چې افغانستان ته سوله، ثبات او ټیکاو راتلونکی دی او خلک دې پر دې خبره باوري اوسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین