۰

ازبکستان او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کمېسیونونه جوړ کړل

يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۷
د افغانستان او ازبکستان تر منځ د دوه اړخيزو امنيتي او سياسي همکاريو پر پراختیا لومړني مذاکرات پيل او دواړو هېوادونو د امنیتي او اقتصادي همکاريو د پراختیا په موخه کمېسیونونه جوړ کړل.
ازبکستان او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کمېسیونونه جوړ کړل
د افغانستان او ازبکستان تر منځ د دوه اړخيزو امنيتي او سياسي همکاريو پر پراختیا لومړني مذاکرات پيل او دواړو هېوادونو د امنیتي او اقتصادي همکاريو د پراختیا په موخه کمېسیونونه جوړ کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتر څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي او ورسره پلاوي پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کامل‌وف سره په لیدنه کې د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر ښه والي او پراختیا خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او دوام په موخه امنیتي او اقتصادي همکارۍ مهمي و بللې.
نوموړي ویلي، د ازبکستان دولت چمتو دی، چې د پخوانیو اقتصادي همکاریو په دوام د نویو همکاریو باب هم پرانیزي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات او اقتصادي پرمختګ له پاره مهم دی او په وینا یې د امنیتي همکاریو دوام او پرمختګ د تروریستي ډلو د ځپلو او محوه کولو په لاره کې اساسي رول لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې دوه اړخیزو مذاکراتو کې د همکاریو د سند په رامنځته کېدو هوکړه وشوه او ټاکل شوې دغه سند په نیږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د لیدنې پرمهال لاسلیک شي.
سرچینه دا هم وايي، چې د دې ترڅنګ په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د مشترکې ستراتیژۍ په رامنځته کېدو هم هوکړه شوې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین