۰

وسله والو په کندهار کې له ۷۰ برمته ولسي وګړو ۷ تنه وژلي

يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۶
سیمه ییز چارواکي وايي، د دولت وسله والو مخالفینو په کندهار ولایت کې ۷۰ تنه ولسي وګړي برمته کړي، چې له ډلې یې ۷ تنه وژلي او ۲۰ نور یې خوشي کړي دي.
وسله والو په کندهار کې له ۷۰ برمته ولسي وګړو ۷ تنه وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، د دولت وسله والو مخالفینو په کندهار ولایت کې ۷۰ تنه ولسي وګړي برمته کړي، چې له ډلې یې ۷ تنه وژلي او ۲۰ نور یې خوشي کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیتي چارواکي زیاتوي، چې وسله والو مخالفینو دغه کسان د تېرې چهارشنبې له ورځې د شاولي کوټ ولسوالۍ له ماڼو، چینار او ځینو نورو کلیو څخه ځايي اوسېدونکي بېولې دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، وسله والو مخالفینو له دغه خلکو غوښتي، چې د حکومت پر ضد اقدام وکړي، خو هغوی نه ده ورسره منلې.
نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو مخالفینو له دغه سیمو ټولټال ۷۰تنه ولسي وګړي برمته کړي، چې ۷ یې ترې وژلي، ۲۰ یې خوشي کړي او پاتې لا هم ورسره برمته دي.
درانی زیاتوي، چې برمته شوي، ټول ولسي وګړي دي او له دولت سره یې هېڅ ډول اړیکه نه لري.
په ورته وخت کې ځینو خپلواکه سرچینو هم ویلي، چې دغه کسانو د وسله والو مخالفینو غوښتنو ته منفي ځواب ورکړی چې وروسته یې برمته کړي دي.
خو تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین