۰

هلمند کې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید مرګ ژوبله ۱۸ تنو ته ورسېده

شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو په شوي هوايي برید کې ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید مرګ ژوبله ۱۸ تنو ته ورسېده
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو په شوي هوايي برید کې ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي ځواکونو تېره ورځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د پارچاوې په سیمه کې د چارواکو په خبره په تېروتنې سره پر پولیسو هوايي برید کړی.
په پیل کې ویل کېدل، چې په دغه برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي، خو اوس د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، چې په دغه برید کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۶ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
ځواک زیاته کړې، چې ګرشک ته د دوی استول شوی پلاوی توانېدلی چې د پېښې لمړي عوامل پیدا کړي، خو په وینا یې لا
خو د یادې ولسوالۍ یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ رادیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د دوه ولسي وګړو په ګډون ۲۲ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
هم څېړنې روانې دي.
هغه وايي په دغه برید کې د پولیسو درې قوماندانان اغا جان، ناصر او محمد ولي په ګډون ۱۶ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
ځواک د پېښې د علت په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل خو زیاته يې کړه د ورکول شو کوردیناتو سیمي ته تر الوتکي وړاندې پولیس رسېدلي دي او په غلط فهمۍ کې پر پوسته برید شوی دی او مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د یادې ولسوالۍ یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ رادیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د دوه ولسي وګړو په ګډون ۲۲ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
امریکايي ځواکونو هم په ګرشک کې د دغه برید د پخلي تر څنګ پرې خواشني ښودلې او دا یې یوه تېروتنه بللې ده.
د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» پرون جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، په "تصادفي"هوايي حمله کې ووژل شول.
پنټاګون ویلي چې پر خپلو ملګرو ځواکونو د دې خواشینونکې حملې په اړه يې څېړنې پېل کړي دي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین