۰
جیمز ماتیس:

امریکا د افغانستان په اړه د ستراتېژۍ جوړولو ته نېږدې ده

شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۰
د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وايي، د ټرمپ اداره لا هم د افغانستان د نوې ستراتیژۍ په اړه پر لویو نظرونو کار کوي چې دا نظرونه د ځواکونو تر شمېر او نورو پوځي تفصیلاتو لوړ دي.
امریکا د افغانستان په اړه د ستراتېژۍ جوړولو ته نېږدې ده
د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وايي، د ټرمپ اداره لا هم د افغانستان د نوې ستراتیژۍ په اړه پر لویو نظرونو کار کوي چې دا نظرونه د ځواکونو تر شمېر او نورو پوځي تفصیلاتو لوړ دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ماتیس له ولسمشر ټرمپ او جګپوړو پوځي قوماندانانو سره تر کتنې یوه ورځ وروسته پرون په پنټاګون کې له خبریالانو سره په خبرو کې دغه څرګندونې کړې.
نوموړي ویلي، چې امریکا د ستراتيژۍ جوړولو ته نږدې ده خو په وینا یې دا خبره خورا مهمه ده چې ډېر نظرونه وپوښتل شي او په پایله کې يې د حکومت په منځ کې د نظر یووالی ترلاسه شي، چې افغانستان له څه ستونزې سره مخ دی او امریکايي پوځیان په دغه هیواد کې د کوم هدف په لټه کې دي.
د نوموړي په وینا، باید لومړی په افغانستان کې خپل هدف مشخص کړو او تر هغه وروسته هلته خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړو.
باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ هغه څلور تنه امریکايي پوځي جنرالان ورغوښتي تر څو د افغانستان په اړه معلومات تر لاسه کړي.
هغه دغه جنرالانو ته په خبرو کې ویلي، غواړي په دې وپوهېږي، چې امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې څه غواړي او کوي یې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین