۰
برېتانیا:

له افغان ځواکونو زموږ ملاتړ دوامداره او پیاوړی دی

شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۲
د برېتانيا د وسله والو ځواکونو وزير مارک لانکسټر د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د دغه هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
له افغان ځواکونو زموږ ملاتړ دوامداره او پیاوړی دی
د برېتانيا د وسله والو ځواکونو وزير مارک لانکسټر د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د دغه هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
د جمهورآژانس د خبر له مخې په کابل کې د برېتانيې سفارت وايي، لانکسټر، پرون د افغان ځواکونو د فراغت په یوه غونډه کې ګډون وکړ.
سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د برېتانيې د وسله والو ځواکونو وزیر مارک لانکسټر په دې مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د دغه هېواد پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ.
سرچینه زیاتوي، چې وزیر لانکسټر همدارنګه د افغانستان د دفاع له وزیر طارق شاه بهرامي سره هم ولیدل او د برېتانيې پر وروستی ژمنې يې چې د ۸۵ برېتانوي نظامي سلاکارانو زیاتول دي، ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دا نوي نظامي سلاکاران به په افغانستان کې له ۵۰۰ نورو برېتانوي ځواکونو سره یو ځای، د افغانستان هوايي ځواکونو، افسرانو او د ناټو غوڅ ماموریت تر سیوري لاندې امنیتي وزارتونو سره د روزنې او سلا ورکونې لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین