۰

د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ۱۵ افغان پولیس وژل شوي

شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۳
امنیتي سرچینې او چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ګڼو افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ۱۵ افغان پولیس وژل شوي
امنیتي سرچینې او چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ګڼو افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ تر غرمې وروسته د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوط ده.
د هلمند د والي ویاند حیات الله حیات د برید پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه یې معلومات په ډاګه نه کړل.
هغه ویلي، افغان ځواکونو د ګرشک یوه سیمه تازه له وسله والو طالبانو نیولې وه، چې په دې وخت کي امریکایي ځواکونو په تيروتنې هوایي برید کړی او پولیسوته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ګرشک امنیه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک هم وايي، بهرنیو ځواکونو د پوليسو پر پوستې هوايي بريد کړی چې د قوماندانانو په ګډون یو شمیر پولیس پکې وژل شوي .
خو یوې بلې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دې هوایي برید کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۵ پولیس وژل شوی
امریکایي ځواکونو منلې ده، چې په هلمند ولایت کې یې په تیروتنې سره پر افغان پولیسوهوایي بریدکړی.
په کابل کې دامریکایي ځواکونولخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونوسره په اړیکه کې دي او دپيښې په اړه یې پلټنې کړېدي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین