۰
حکمتیار:

وروستي ایتلافونه یوازې د ډيرو امتیازونو د اخیستو لپاره جوړ شوي دي

پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۸
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار په هېواد کې وروستيو ايتلافونو ته په اشارې سره ويلي، چې دا ډول ايتلافونه تر ډېره په واک کې د زياتې برخې اخيستلو لپاره جوړېږي.
وروستي ایتلافونه یوازې د ډيرو امتیازونو د اخیستو لپاره جوړ شوي دي
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار په هېواد کې وروستيو ايتلافونو ته په اشارې سره ويلي، چې دا ډول ايتلافونه تر ډېره په واک کې د زياتې برخې اخيستلو لپاره جوړېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، حکمتيار دغه څرګندونې د افغانستان د ځوانانو د پرمختګ ټولنې له پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
حکمتیار زیاته کړې، چې ايتلافونه بايد د يو بل پر ضد نه وي او شعار يې هم سپېڅلی وي، نه دا چې د دغو ايتلافونو په چوکاټ کې شخصي او ګوندي ګټې و پالل شي.
نوموړي ویلي، هغه ايتلافونه چې سرتاسري سولې ته د رسېدو، د جګړې د پای ته رسېدو او د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره جوړيږي، حزب اسلامي يې ملاتړ کوي.
د جزب اسلامي مشر د بېلا بېلو سياسي ګوندونو مشران يو ځل بيا جوړجاړي ته راوبلل او ټينګار يې وکړ چې د هېواد بحران ته دې د خپلمنځي خبرو اترو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.
هغه زياته کړې، حکومتي مشران بايد د نيوکو او اعتراضونو پر ځای د خلکو غوښتنو ته ځواب و وايي او په خپلو ناکاميو اعتراف وکړي.
د يادونې ده، چې د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور او د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق څه موده مخکې په ترکيه کې د حکومت پر ضد ايتلاف جوړ کړى و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین