۰

ننګرهار کې ۴ پولیس او ۴ طالبان وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې ۹ پولیس او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۴ پولیس او ۴ طالبان وژل شوي دي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې ۹ پولیس او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښې تېره ورځ او شپه د ننګرهار په خوږیاڼو او لعلپورې ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، د خوږیاڼو ولسوالۍ د مېملې په سیمه کې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند د سیمه ییزه پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، چې د درملنې په موخه د جلال آباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې بې پیلوټه الوتکې پر وسله والو طالبانو برید کړی، څلور طالبان یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو طالبانو کې بهرني جنګیالي هم شامل دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین