۰
امریکا:

پاکستان د ترهګرو مرکز دی او هلته پټڼځایونه لري

پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان د ترهګرو مرکز دی او په افغانستان کې ترهګریز بریدونه له پاکستانه سمبالېږي.
پاکستان د ترهګرو مرکز دی او هلته پټڼځایونه لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان د ترهګرو مرکز دی او په افغانستان کې ترهګریز بریدونه له پاکستانه سمبالېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په خپل کلني رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو او حقاني شبکې پټنځایونه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه په افغانستان کې افغان او امریکايي ځواکونه ګواښي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې پاکستان یواځې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کړي چې ځان ته یې ګواښ بولي، خو د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد د اړینو ګامونو په پورته کولو کې پاتي راغلی دی.
امریکايي چارواکي وايي افغانستان کې پر ۲۰۱۶ کال ډېر داسې ترهګریز بریدونه شوي چې پاکستان کې حقاني شبکې، طالبانو او نورو اورپکو ډلو په خپلو پټنځیو کې پلان کړي وو.
د دې رپوټ له مخې، که څه هم افغان ځواکونو ته په جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو بیا هم امنیتي مسوولیتونو ته یې بشپړه اوږه ور کړې ده.
دغه راز په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر ډلو پرضد هم ګام نه دی پورته کړی، چې په وینا یې دغه ډلې لا هم په پاکستان کې فعالې دي، روزنځایونه لري، بسپنې ټولوي او بیا بهر کې پرې بریدونه کوي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې داعش افغانستان کې محدوده سیمه په لاس کې لري او د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې یې په لسګونو وسلوال وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


naqib ullah Rahimi
کیدایشی بیړنی خبرونه راولیږی
نو بیا ولی امریکا لاس به کار نه کیړی او ولی ورسره مرسته کوی ؟
پربازدیدترین