۰
جیمز متیس:

امریکا د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړې ته منظم پلان لري

پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۹
امریکا وايي، د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړې ته منظم پلان لري خو په وینا یې هر څه باید په دقیقه توګه تر سره شي.
امریکا د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړې ته منظم پلان لري
امریکا وايي، د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړې ته منظم پلان لري خو په وینا یې هر څه باید په دقیقه توګه تر سره شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د پوځ لوړ پوړي چارواکو ویلي د افغانستان په اړه د امریکا ستراتېژي د ولسمشر ټرمپ پر مېز ده او د لا ډېرو سرتېرو پر لېږلو کار روان دی.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس او د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ زیاته کړې، چې امریکا د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړې ته منظم پلان لري خو هر څه باید په دقیقه توګه تر سره شي.
هغوی وايي، دمګړی دوی غواړي د خپلو لېږل کېدونکو سرتېرو د اغېز په اړه بحث وکړي چې په وینا یې غواړي پوه شي، چې دغه شمېر سرتېري به هلته په اوضاع کې مثبت بدلون راولي او یا به په یاد هېواد کې د ترهګرو په ځپلو کې ګټور تمام شي که نه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین