۰

افغانستان کې د امریکا هوايي برېدونه زیات شوي دي

پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۸
امریکايي رسنۍ وايي، په افغانستان کې د وسله والو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
افغانستان کې د امریکا هوايي برېدونه زیات شوي دي
امریکايي رسنۍ وايي، په افغانستان کې د وسله والو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې هوايي بریدونه له تېرو دوه کلونو راهیسې زیات شوي دي.
دغه رسنیو ویلي، چې روان کال تر دې دمه امریکايي ځواکونو ۱۶۳۴ هوايي بریدونه کړي په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې یې یوازې ۵۴۵ هوايي بریدونه کړي وو.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند بېل سالوین رسنیو ته ویلي، چې دغه بریدونه تر ډېره د طالب وسله والو پر وړاندې شوي دي.
د نوموړي په وینا دداعش وسله والو پر وړاندې هم د امریکا پوځ هوايي بریدونه کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین