۰

زابل کې دوه پوستو سقوط کړی او ۱۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۸
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، وسله والو طالبانو په زابل ولایت کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې دوه پوستې یې سقوط کړې او ۱۱سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
زابل کې دوه پوستو سقوط کړی او ۱۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، وسله والو طالبانو په زابل ولایت کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې دوه پوستې یې سقوط کړې او ۱۱سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د باغ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودل په شرط رسنیو ته ویلي، چې لسګونو وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
سرچینې زیاتې کړې، چې د طالبانو په برید کې دوه امنیتي پوستې سقوط شوې او په کې ۱۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچینې په وینا په دغه برید کې پنځه پولیس او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي، دوه پولیس او درې د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچینې دا هم ویلي، چې په دغه برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.
بل خوا طالبانو هم په یاده سیمه کې د جګړې او دوه امنیتي پوستو د سقوط پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ۱۶ امنیتي سرتېري یې وژلي.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین