۰

قزاقستان د افغان ځواکونو د روزنې ژمنه کړې ده

چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۹
قزاقستان وايي افغان پوځيانو او د دغه پوځ کدرونو ته به د خپل هېواد په نظامي اکاډمیو کې د زده کړې او روزنې زمینه برابره کړي.
قزاقستان د افغان ځواکونو د روزنې ژمنه کړې ده
قزاقستان وايي افغان پوځيانو او د دغه پوځ کدرونو ته به د خپل هېواد په نظامي اکاډمیو کې د زده کړې او روزنې زمینه برابره کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قزاقي رسنۍ وايي، پر دغه موضوع د افغانستان د ملي امنیت سلا کار حنیف اتمر او د قزاقستان د دفاع وزیر ژاسوزاکوف تر منځ په استانه کې خبرې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د قزاقستان د دفاع وزیر ژاسوزاکوف ژمنه کړې چې په هېواد کې به یې افغان پوځيانو ته په بېلو برخو کې د روزنې او زده کړو زمینه برابروي.
هغه ویلي، چې د زرهي ټانکونو، چلول او ترمیم او همدا راز د هوايي عملیاتو او الوتکو د کارونې په برخه کې د افغان پیلوټانو روزنې ته زمینه برابرېږي.
د قزاقستان د دفاع وزیر په وینا چې هېواد یې د یوه ښه متحد په توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او دغه پدیده باید له سیمې ورکه شي.
باید و ویل شي چې دواړو لورو ژمنه کړې، چې د ترهګرۍ د ځپلو، د امنیت خوندي کولو، سولې او سیمه ییز ثبات لپاره به په ګډه هڅې کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین