۰

کابل کې د غلو یو مهم مشر نیول شوی دی

چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۸
د کابل پولیس وایي، په دغه ښار کې یې د غلو یو مهم مشر چې د غلا په بېلا بېلو پېښو او سړي تښتونو کې یې لاس درلود نیولی دی.
کابل کې د غلو یو مهم مشر نیول شوی دی
د کابل پولیس وایي، په دغه ښار کې یې د غلو یو مهم مشر چې د غلا په بېلا بېلو پېښو او سړي تښتونو کې یې لاس درلود نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا چې د غلو دغه مشر څه وخت او چېرته نیول شوي معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د کابل د امنیه قومانداني د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکو ویلي، د وسله والو غلو دغه مشر د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو په قطاع الطریقي او د موټرونو د غلا په پیښو کې لاس درلود.
د هغوی په وینا نیول شوی کس خواجه نجیب الله نومیږی او څو موده مخکې له زندان څخه خوشې شوی و.
چارواکي وايي، نجیب الله له دې وړاندې د اختطاف د پیښو په تړاو په پنځه لس کاله تنفیذي بند محکوم شوی و خو له شپږ نیم کاله بند وروسته له زندان څخه ازاد شو.
د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست وایي، نوموړې له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته یو ځل بیا د غلو د یوه ډلې د مشر په توګه خپل فعالیتونه پیل کړل.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کس په وروستیو کې له پولیسو سره په وسله والو نښتو او پر یوه ښځې په برید کې لاس درلودلو اعتراف کړی دی.
د کابل امنیه قومانداني چارواکو په وینا، نجیب الله د تحقیقاتو په ترڅ د خپل ډلې د نورو غړو نومونه هم څرګند کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین