۰

ننګرهار کې ۷ داعشیان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۱
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې ۷ تنه داعش وسله وال هغه مهال و وژل شوي، چې خپل ماین پرې چاودنه وکړه.
ننګرهار کې ۷ داعشیان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې ۷ تنه داعش وسله وال هغه مهال و وژل شوي، چې خپل ماین پرې چاودنه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې د پچیراګام ولسوالۍ د ګودري په سیمه کې د ملتان جان په نوم د یوه داعش وسله وال په کور کې ماین چاودلی دی.
په خبرپانه کې ویل شوي، داعش وسله والو په دغه کور کې ماینونه جوړول چې یوه پرې چاودنه کړې او ۷ تنه یې وژلي دي.
په ورته وخت خبرپانه وايي، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو په پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو ګڼ شمیر چاودونکي توکي لمنځه وړي.
خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین