۰
مولانا سمیع الحق:

د افغان سولې په برخه کې مرسته کوم، خو لومړی د بهرني ځواکونه ووځي

چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۲
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق په مشروط ډول د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستې کولو ژمنه کړې ده.
د افغان سولې په برخه کې مرسته کوم، خو لومړی د بهرني ځواکونه ووځي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق په مشروط ډول د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستې کولو ژمنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جمعیت علمای اسلام له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، نوموړي تېره ورځ آسلام آباد کې د افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېوال سره لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې مولانا سمیع الحق د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه کړې، خو ټینګار یې کړی، چې لومړی باید بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي.
دغه راز پاکستاني رسنیو ویلي، مولانا سمیع د پاکستان پر حکومت هم غږ کړي چې د افغانستان په اړه په خپل تګلارې کې بیا کتنه وکړي.
نوموړي ادعا کړې، چې د افغانستان او پاکستان له روانو حالاتو یوازې هند ګټه اخلي، خو دا چې افغان سفیر د مولانا د دې خبرو په غبرګون کې څه ویلي، په خبر پانه کې معلومات نه دي ورکړل شوي.
ویل کېږي، مولانا سمیع الحق د حقانیه مدرسې بنسټ ایښودونکی دی، چې د طالبانو د پلار په نوم مشهور دی او له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین