۰
ولسمشرغني:

د افغانستان د محصولاتو له پاره به په ۴ هېوادونو کې مناسب بازارونه جوړ شي

چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۶
ولسمشر محمد اشرف غني وایي په نېږدې وخت کې به د افغان سوداګرو د اسانتیاو او د افغان صادراتو له پاره په ترکمنستان، آذربایجان، مسکو او قزاقستان کې اساسي بازارونه جوړ شي.
د افغانستان د محصولاتو له پاره به په ۴ هېوادونو کې مناسب بازارونه جوړ شي
ولسمشر محمد اشرف غني وایي په نېږدې وخت کې به د افغان سوداګرو د اسانتیاو او د افغان صادراتو له پاره په ترکمنستان، آذربایجان، مسکو او قزاقستان کې اساسي بازارونه جوړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېر ماښام د ویډیويي کنفرانس له لارې د یو شمېر وزیرانو، والیانو، او ملي سوداګرو سره په خبرو کې وکړې.
په دغه کنفرانس کې ګڼ شمېر سوداګرو له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د دوی داخلي او خارجي ستونزو ته پاملرنه زیاته کړې او په حل کې یې وروسره جدي مرسته وکړي.
د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي په خپلو خبرو کې له ولسمشر غوښتنه وکړه تر څو افغان سوداګرو ته دا زمینه برابره کړي، چې نېغ د واګې بندر له لارې هند ته صادرات وکړي.
هغه و ویل، چې اوس مهال افغانستان په هره اونۍ کې تر دوه نیم زره ټنه پورې مېوه، پاکستان، ایران، هند او دوبی ته صادروي.
الکوزي له ولسمشر دا هم وغوښتل، تر څو د اریانا هوايي شرکت له لارې مسکو ته هم د تازه میوو د صادراتو زمینه برابره کړي.
هغه په خپلو خبرو
ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د افغانستان د محصولاتو د صادرولو له پاره په ترکمنستان او آذربایجان کې بازارونه جوړي شي او دغه راز دوه نور اساسي بازارونه به په مسکو او قزاقستان کې پرانستل شي.
کې دا هم و ویل، په داخل دې هېواد کې ښاروالۍ په څو ځایونو کې مالیه اخلي، چې په وینا یې دغه مالیه باید په یوه ځای کې واخستل شي او دغه راز حکومت د تلو او ګمرکي ستونزو د حل په برخه کې هم ګرځنده څارنه زیاته کړي.
په ورته وخت کې د تازه میوو او سبزیجاتو د ټولنې مشر اختر محمد و ویل، چې په هېواد کې د مېوې حاصلات ښي او له دولت څخه هیله لري تر څو د دولتي ادارو له پاره د خپل هېواد له تولیداتو کار واخلي او دا زمینه برابره کړي.
د سوداګرو د خبرو تر اورېدو وروسته ولسمشر له هغوی د مننې تر څنګ و ویل، چې نور باید په هېواد کې بې قانونۍ او د خلکو ځورول پای و مومي ځکه په وینا یې حکومت مسؤول دی تر څو خلکو ته ځواب و وايي.
ښاغلي غني سوداګرو ته په خبلو خبرو کې و ویل، چې د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د آریانا بورډ عضویت لري او له دغه شرکت سره د هند د ممبيي، کلکتې او حیدرآباد ښارونو ته د افغان میوو د لېږد له پاره لاس په کار شي.
ولسمشر دا هم ویل، چې آریانا مسکو ته هم د افغان مېو د لېږد وړتیا لري او باید له دغه ظرفیت څخه کار واخستل شي.
ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د افغانستان د محصولاتو د صادرولو له پاره په ترکمنستان او آذربایجان کې بازارونه جوړي شي او دغه راز دوه نور اساسي بازارونه به په مسکو او قزاقستان کې پرانستل شي.
هغه و ویل، چې د افغان سوداګرو بنسټیز ستونزې به ازبکستان ته د خپل نېږدې سفر په ترڅ کې حل کړي او له دغه هېواد سره به په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزه تړونونه وکړي.
نوموړي و ویل، د افغان
هغه و ویل، چې د افغان سوداګرو بنسټیز ستونزې به ازبکستان ته د خپل نېږدې سفر په ترڅ کې حل کړي او له دغه هېواد سره به په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزه تړونونه وکړي.
سوداګرو د مالونو له پاره به په ترمذ ښار کې هم سړې خونې په کرایه ونیسي، چې ورسره به د دوی ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
ولسمشر دا هم و ویل، چې دولت د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا له پاره د هېواد په شمال کې د حیرتان څخه تر تورغنډې بندر پورې کار کوي او په دې لار کې به د سوداګرو د اړتیا وړ تسیسات جوړ کړي.
ښاغلي غني د تلې په برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې ته په اشارې سره و ویل، چې په دې برخه کې دولت او خصوصي سکتور باید په ګده همکاري وکړي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې تر اندازې زیات بار نکړي.
هغه دا هم و ویل، چې حکومت به د تلې په برخه کې د سواګرو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او خپل نظارت به پرې زیات کړي.
ولسمشر اوسنۍ بازار یو غیر قابل تقسیم بازار وباله او ویې ویل، چې موږ یو ملي اقتصاد غواړو، چې د هېواد په هر ګوټ کې تولیدات رامنځ ته شي او هغه تولیدات د هېواد د ننه او بهر صادر شي.
نوموړي دا ژمنه هم وکړه، چې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه به د چارو ادارې په ریاست کې یو ځانګړی دفتر هم پرانیزي او دغه راز به د صنعي پارکونو ستونزې هم حل کړي.
هغه وړاندیز وکړو چې د صادراتو د اسانتیاو په موخه د سوداګرو په ګډون یو مشورتي ګروپ جوړ شي، چې وکولای شي هغه په اقتصادي شورا او یا هم په ځانګړي توګه د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړه، چې غواړي افغانستان په یوه صادراتي هېواد بدل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین