۰
کوګلمن:

پاکستان په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی/ ټرمپ به یې پر وړاندې حوصله ونه کړي

سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۸
د ویلسن څېړنیز بنسټ غړي مایکل کوګلمن وايي، پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو له همدې امله امریکا غواړي پر دغه هېواد سخت فشارونه راوړي.
پاکستان په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی/ ټرمپ به یې پر وړاندې حوصله ونه کړي
د ویلسن څېړنیز بنسټ غړي مایکل کوګلمن وايي، پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو له همدې امله امریکا غواړي پر دغه هېواد سخت فشارونه راوړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کوګلمن دغه څرګندونې له دویچویله سره په مرکه کې کړې او پاکستان یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دوه ګوني چلند تورن کړی.
نوموړي ویلي، په دې کې شک نشته چې پاکستان ځینې ترهګر په نښه کوي خو ځينو ته د فعالیت اجازه ورکوي او همدا د دې لامل دی چې افغانستان له دغه هېواده تل شکایت کوي.
هغه زیاته کړې، دا چې پاکستان د ترهګرو تر منځ توپيري چلند کوي، نو ځکه یې د امریکا حکومت پر وړاندې سخت دریځ خپلوي.
دا چې دغه فشارونه به څه وي، کوګلمن ویلي، چې د امریکا په حکومت کې ځینې کسان غواړي له پاکستان سره نظامي مرستې بندې شي، ځینې هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې هوايي بریدونه زیات کړي او یوه دله بیا غواړي پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه معرفي کړي، خو په وینا یې ټرمپ به پاکستان ته نوره حوصله ونه کړي.
کوګلمن وايي ټرمپ ښايي د مرستو د درولو پر ځای په دې اکتفا وکړي، چې هغه کمې کړي، په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د برید لپاره تابیا وکړي.
کوګلمن دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د دفاع وزیر جیمزماتیس په وینا د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي مخ پر بشپړېدو ده او ډېر ژر به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شي.
دا چې په نوې ستراتېژۍ کې به څه وي، دا به وخت روښانه کړي، خو زیات باورونه دا دي، چې امریکا به په دغه نوې ستراتېژۍ کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین