۰

هرات کې ماین چاودنې درې ولسي وګړي وژلي

سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۱
چارواکي وايي، په هرات ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
هرات کې ماین چاودنې درې ولسي وګړي وژلي
چارواکي وايي، په هرات ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد زیاتوي، چې دغه پېښه نن سهار په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.
هغه زیاته کړه، چې ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا فراها وايي، د شنډنډ ولسوالۍ په چشمه سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
دی زیاتوي، چې په دې جګړه کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
وسله وال طالبان هم په یاده سیمه کې د جګړې پخلی کوي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، په چشمه سیمه کې یې پر څو پوستو بریدونه کړي، چې پر مهال یې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي.
جمهورآژانس:هرات
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین