۰

د افغانستان او تاجکستان تر منځ پر آمو سیند یو پول جوړېږي

سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۳
د افغانستان او تاجکستان تر منځ پر آمو سیند د یوه پله د جوړېدو تړون د افغان او تاجک چارواکو له خوا لاسلیک شو.
د افغانستان او تاجکستان تر منځ پر آمو سیند یو پول جوړېږي
د افغانستان او تاجکستان تر منځ پر آمو سیند د یوه پله د جوړېدو تړون د افغان او تاجک چارواکو له خوا لاسلیک شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون تېره ورځ لاسلیک شوی، چې مالي لګښت یې د اروپايي ټولنې له خوا ورکول کېږي.
دغه پول چې د۱۸۰ متره په اږودوالي د امو پر سیند ورغول شي، بدخشان له شمالي ګاونډي تاجکستان سره نښلوي او ټول ټال به پرې ۱۶ میلیونه یورو ولګول شي.
د اروپايي اتحادیې د نړیواله همکاریو د برخې مشر ستیفن مانسیریس وايي، یاد نښلونکي پول به د دواړو هېوادونو په سوداګریزو اړیکو او د خلکو د ستونزو په حل کې ډيره ونډه ولري.
مانسیریس زیاته کړې، چې غواړې د منځنې آسیا په هېوادونو کې د اروپایي هیوادونو د خلکو تګ راتګ ځينې اصول پلي کړي چې د خلکو د ستونزو په حل کې به رغنده ونډه ولري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین