۰
قزاقستان:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې به د افغانستان له لومړیتوبونو ملاتړ وکړو

سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۰
قراقستان چې تازه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب تر لاسه کړی وايي، د دغه شورا په ناستو کې به د افغانستان د سولې له بهیر او نورو لومړیتوبونو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې به د افغانستان له لومړیتوبونو ملاتړ وکړو
قراقستان چې تازه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب تر لاسه کړی وايي، د دغه شورا په ناستو کې به د افغانستان د سولې له بهیر او نورو لومړیتوبونو ملاتړ وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د قزاقستان د ملي امنیت شورا سکرتر زوماکانوف ولادیمیر زینولوویچ او نورو چارواکو د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چې د یوه پلاوي په مشرۍ دوه ورځې وړاندې د منځۍ آسیا هېوادونو په سفر تللی، لومړی قزاقستان ته ولاړ.
له ښاغلي اتمر سره د قزاقستان د ملي امنیت شورا له سکرتر زینولوویچ و ویل، چې افغانستان د قزاقستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د پام وړ ځای لري. او په افغانستان کې یې سوله او ثبات د سیمې د پرمختګ لپاره جدي اړتیا وبلله.
زینولوویچ ترهګریز بریدونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د افغانستان د ملګرو هېوادنو پر وړاندې بریدونه وبلل او په افغانستان کې یې سوله او ثبات د سیمې د پرمختګ لپاره جدي اړتیا وبلله.
نوموړي په سیمه کې د نشه يي توکو قاچاق، سازمان شوي جرمونه او مذهبي بنسټ پالنه د ترهګرۍ د ودې او دوام اصلي عناصر یاد کړل.
ده له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او د سیمه ییزو ستونزو پر وړاندې یې مشترکې حل لارې مناسبې و بللې.
هغه له افغان پلاوي سره يې ژمنه وکړه چې د دې شورا په ناستو کې به د افغانستان د سولې له بهیر او نورو لومړیتوبونو څخه ملاتړ وکړي.
دغه راز قزاقستان د شنګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان له دایمي غړیتوب څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
په ورته وخت کې د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر په خپلو خبرو کې ویلي چې د افغانستان حکومت به د سولې او ثبات په موخه سیمه ییزو او نړیوالو مذاکراتو ته دوام ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین