چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې پنځه کسان چې د انسان تښتونې په یو شمېر پېښو کې یې لاس درلود نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت موظفینو دغه سړي تښتونکي د مرکز جلال آباد ښار په اړوندو سیمو کې نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه کسانو د انسان تښتونې په یو شمېر پېښو کې لاس درلود، او د جلال آباد ښار، لویو لارو او ولسوالیو کې فعالیت کاوه.
د دغه پنځه کسیزه ډلې مشر سمیع الله نومېږي او د خوږیاڼي په خبره ټولو پر خپل جرم اعتراف کړی چې د انسان تښتونو په يو ششمېر قضيو کې لاس لري.
په ورته وخت د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې د سمیع الله له قوله ویل شوي« جلال اباد ښار صرافۍ کې مو خپلو ملګرو ته د ګرځېدو دنده ورکړې وه او چې چا سره به ډېرې پيسې وې، هغه به مو تعقيب کړ.»
هغه زیاته کړې، چې د ښار په بېلاېلو ناحيو، لويو لارو او ولسواليو کې يې فعاليت درلود او خلک به يې تښتول.
جمهورآژانس:ننګرهار