۰
بشرا ګوهر:

که پاکستان د ښو او بدو ترهګرو پالیسي پرېنږدي خپله به د ترهګرو ښکار شي

يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۹
د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مرستیال بشرا ګوهر وايي، که پاکستان د ښو او بدو ترهګرو پالیسۍ ته دوام ورکړي نو خپله به د همدغو ترهګرو ښکار شي.
که پاکستان د ښو او بدو ترهګرو پالیسي پرېنږدي خپله به د ترهګرو ښکار شي
د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مرستیال بشرا ګوهر وايي، که پاکستان د ښو او بدو ترهګرو پالیسۍ ته دوام ورکړي نو خپله به د همدغو ترهګرو ښکار شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اغلې ګوهر ویلي اسلام آباد له کابل سره د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
نوموړې زیاته کړې، که په پاکستان کې ترهګرو ته د "ښو ترهګرو" په نامه ځای ورکول کېږي، نو دغه ترهګر به، چې ښه او بد نه لري، د پاکستان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي.
هغه وايي، د پاکستان خلک له ترهګرو سره بې توپيره مبارزه غواړي او بايد ټولې هغه ترهګرې ډلې وځپل شي، چې په پاکستان کې امن پټنځايونه لري.
ګوهر د پاکستان پر بهرنيو سياستونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې اسلام آباد دې د کابل پر وړاندې خپل سياستونه بدل کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې که پاکستان په افغانستان کې له خپلو منفي سياستونو لاس وا نه خلي، پخپله به هم د ترهګرۍ په اور کې ايره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله او ورسره خرابې اړیکې بېرته ورغوي.
ښاغلي اڅکزي ویلي، که پاکستان له افغانستان سره اړیکې سیمې نه کړي او په چارو کې له لاسوهنې ډډه ونه کړي، پاکستان به له سختو بحرانو سره مخ شي.
هغه دا هم ویلي و، چې که پاکستان په سيمه او افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې ونه کړي، نو د چين او پاکستان د اقتصادي لارې پروژه به هم بريالۍ نه شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین