۰
محمود خان اڅکزی:

که پاکستان د افغانستان سره اړیکې ونه رغوي، له سختو بحرانونو سره به مخ شي

شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۹
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، که پاکستان له افغانستان سره اړیکې سیمې نه کړي او په چارو کې له لاسوهنې ډډه ونه کړي، پاکستان به له سختو بحرانو سره مخ شي.
که پاکستان د افغانستان سره اړیکې ونه رغوي، له سختو بحرانونو سره به مخ شي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، که پاکستان له افغانستان سره اړیکې سیمې نه کړي او په چارو کې له لاسوهنې ډډه ونه کړي، پاکستان به له سختو بحرانو سره مخ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اڅکزي، چې په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله و ویل، که پاکستان په سيمه او افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې ونه کړي، نو د چين او پاکستان د اقتصادي لارې پروژه به هم بريالۍ نه شي.
هغه وايي پاکستان اوس هم په اسیا کې یو پر مختللی هېواد جوړېداشي، خو به دې شرط چې دلته امنیت وي او که امنیت نه وي دغه هېواد به له سختو بحرانونو سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړې، په هر ډول چې وي پاکستان باید له افغانستان سره د سولې فضا جوړه کړي، که وړه تېرونه به هم دغه هېواد له داسې ستونزې سره مخ کړي، چې بیا به یې کابو کولو ناشونی وي.
اڅکزي ویل« په هر ډول چې وي پاکستان به له افغانستان سره د سولې فضا جوړوي، که نه وي يوه وړه تېروتنه به موږ له داسې بحران سره مخامخ کړي چې بيا به يې موږ سنبال نه کړو، موږ په هيڅ ډول په دې سيمه کې جګړه نه شو زغملاى، په جلال اباد کې د لوى بم- د بمونو مور غورځول- زه د پاکستان لپاره د امريکا له خوا خبردارى ګڼم چې که چا په غارونو کې څه پټ ساتلي وي موږ يې تباه کولاى شو.»
نوموړي یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ، چې په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي او خپلې اړیکې ورسره بېرته سمې کړي.
د هغه په وینا د افغانستان او پاکستان پخلاينه تر ټولو اسان کار دى، خو په وینا یې په پاکستان کې له کرکې د ډکو فکرونو مخنيوى کول غواړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین