۰

افغانستان د (MCC) کرکټ لوبډلې پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

پنجشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۷
د افغانستان د کرکټ بورډ د ایم سي سي (MCC) پر وړاندې د تاریخي لوبې لپاره د افغانستان د کرکټ ټیم د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
افغانستان د (MCC) کرکټ لوبډلې پر وړاندې لوبډله اعلان کړه
د افغانستان د کرکټ بورډ د ایم سي سي (MCC) پر وړاندې د تاریخي لوبې لپاره د افغانستان د کرکټ ټیم د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرکټ بورډ نه خپره شوې خبرپانه وايي، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د ایم سي سي (MCC) پر وړاندې لوبیدونکې افغان لوبډله اعلان کړه.
د لوبغاړو په نوملړ کې لوبډلمشر اصغر ستانکزی، نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، ناصر جمال، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، راشد خان ارمان، شفیق الله شفق، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ ، افسر ځاځی او فرید ملک شامل دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دواړه لوبډلې به د یو بل پر وړاندې د روان زیږدیز کال د جولای په ۱۱مه نیټه د لندن په لارډز لوبغالي کې یوازې یوه یو ورځینۍ لوبه ترسره کوي.
د کرکټ بورډ په وینا، د ایم سي سي (MCC) یا د نړۍ د غوره یولس کسیزه لوبډلې پر وړاندې په لارډز لوبغالي کې چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم یادیږي، لوبه کول یو تاریخي ارزښت لري او د نړۍ هر پیاوړی لوبغاړی په دغه لوبغالي کې د لوبیدو هیله لري.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ایم سي سي (MCC) د میریلی بون کرکټ کلب اختصار دی.
دغه کلب د نړۍ د کرکټ د قوانینو جوړونکی کلب دی او د نړۍ په کچه د کرکټ د ودې لپاره کار او هلې ځلې کوي چې یو شمیر افغان لوبغاړو یې هم د نړۍ د نورو لوبغاړو په څېر غړیتوب درلود.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د ایم سي سي (MCC) یا د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې لوبه یو ملي ویاړ بولي او ټولو ملي لوبغاړو ته په دغه تاریخي لوبه کې د بریالیتوب دعا کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین