۰
ګارډین:

امریکا دې له پاکستان سره زور او ديپلوماسي دواړه وکاروي

پنجشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۱
برېتانوي ورځپاڼه ګارډین د شنونکو له قوله وایي، امریکا دې د افغانستان د سولې او امنیت په تړاو له پاکستان سره د زور او ديپلوماسي یو ځای وکاروي.
امریکا دې له پاکستان سره زور او ديپلوماسي دواړه وکاروي
برېتانوي ورځپاڼه ګارډین د شنونکو له قوله وایي، امریکا دې د افغانستان د سولې او امنیت په تړاو له پاکستان سره د زور او ديپلوماسي یو ځای وکاروي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د امریکا له خوا پر پاکستان د فشار راوړلو په اړه یو تحلیلي مطلب کې ویلي، چې داسې ښکاري چې امریکا د پاکستان پر وړاندې سخت دریځ غوره کول غواړي.
خو ورځپاڼې د ځینو کارپوهانو په حواله لیکي چې یوازې فشار له دې سره مرسته نه کوي چې پاکستان د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
سرچینې ویلي، په تېر کې دغه ډول هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي او په دې لاره کې امریکا یواځې په هغه صورت کې بریالۍ کېدی شي چې زور او ډیپلوماسي یو ځای وکاروي.
په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ لپاره په زوره د پاکستان اړ کول ښايي د دې لامل شي چې پاکستان له چین او روسیې سره خپلې اړیکي لا پراخ کړي او پایله به یې لا ډېره بې ثباتي وي.
په لندن کې د افریقايي مطالعاتو یوې څېړونکې عایشه
سرچینې ویلي، په تېر کې دغه ډول هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي او په دې لاره کې امریکا یواځې په هغه صورت کې بریالۍ کېدی شي چې زور او ډیپلوماسي یو ځای وکاروي.
صدیقه ورځپاڼې ته ویلي، پاکستان افغانستان ته د امریکا او هند د یوې ګډې پروژې په سترګه ګوري چې د پاکستان پرضد یې کاروي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې ځینې امریکایي چارواکو، د سنا غړو او شنونکو هم د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا په اداره غږ کړی، چې د پاکستان پر وړاندې پرېکنده او غوڅ دریځ غوره کړي، تر څو د ترهګرۍ له ملاتړ څخه لاس واخلي.
وړمه ورځ د امریکا د سنا مجلس غړي ټیډ پو هم ویلي و، چې د پاکستان حکومت او پوځ په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ ملاتړی دی او د ترهګرۍ ټولې لارې چارې په پاکستان کې تنظیمېږي.
نوموړي ویلي، د حقاني، طالبانو او لشکر طیبه په څېر ډلې چې د سیمې امنیت ګواښي په پاکستان کې مېشتې دي او پاکستاني کړۍ ورسره مالي، استخباراتي او تجهیزاتي مرستې کوي.
ده زیاته کړې وه، چې د پاکستان پوځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګرو ډلو همکار دی او په وینا یې د امریکا استخباراتو په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرو د فعالیت په اړه ناسم معلومات تر لاسه کړي دي.
پو ویلی وو چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې یواځې هغه ترهګر ځپي، چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، خو افغان طالبانو ته پناه ورکوي، چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې جګړه وکړي.
هغه د امریکا له کانګرس غوښتي، چې پر پاکستان دې د امریکا مالي مرستې ودرول شي او د ترهګرو ملاتړی هېواد دې معرفي شي؛ ځکه همدا د پاکستان هویت دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین