۰

بدخشان کې وسله والو دوه خویندې، چې پولیسې وې وژلې

پنجشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۳
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو په بدخشان ولایت کې دوه خویندي چې پولیسو کې یې دنده تر سره کوله په ډزو وژلې دي.
بدخشان کې وسله والو دوه خویندې، چې پولیسې وې وژلې
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو په بدخشان ولایت کې دوه خویندي چې پولیسو کې یې دنده تر سره کوله په ډزو وژلې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په سپين ګل کلي کي کې رامنځ ته شوې ده.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال امام علي عزيزي وايي، دغه دوه خویندو د بدخشان امنیه قوماندانۍ د پوليسو په ليکه کي د ساتنمنو په توګه دنده ترسره کوله.
نوموړي زیاته کړې، چي د دوى له جملې يې يوه د بدخشان امنيه قوماندانۍ د څارخونې کارکوونکي او بله د اداري مديريت کارکوونکي وه.
د عزیزي په وینا دغه دواړه خویندې د اختر په رخصتيو کي د بدخشان له مرکز څخه د سپين ګل سيمې ته د خپلوانو کره د ليدو په موخه تللې وې.
دی وایي، وسله والو مخالفینو دغه دوه خویندې چې یوه ۲۲ او بله یې ۲۰ کلنه وه، وړمه ورځ نیولې او تېره ورځ یې په ډزو وژلې دي، چې مړي یې هم تر اوسه دولت ته نه دي ورکړل شوي.
د بدخشان امنیه قومانداني زیاتوي، چې دواړو خویندو په ترکیه کې مسلکي پوځي زده کړې کړې وې.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:بدخشان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین