۰
ناټو:

افغانستان کې د جګړیز ماموریت د بیا پیل په اړه کوم پلان نه لرو

پنجشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۹
د ناټو سرمنشي سرمنشي ينس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت د بیا پیلولو په اړه نه ترې غوښتنه شوې او نه هم دوی په دې اړه کوم پلان لري.
افغانستان کې د جګړیز ماموریت د بیا پیل په اړه کوم پلان نه لرو
د ناټو سرمنشي سرمنشي ينس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت د بیا پیلولو په اړه نه ترې غوښتنه شوې او نه هم دوی په دې اړه کوم پلان لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دغه سازمان د دفاع وزیرانو تر غونډې يوه ورځ مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو او متحدینو د دفاع وزیرانو یوه ورځنۍ غونډه نن کيږي، چې په کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي هم ګډون لري.
په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت پر دوامداره ساتلو او په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو د شمېر په اړه خبرې وشي.
له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وویل، دوی هم داسې راپورونه اورېدلي او کره اسناد نه لري.
خو په وینا یې ناټو د افغانستان د ملي یووالي حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د ناټو سرمنشي وویل، که چېرې روسیه د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له هڅو او هلو ځلو ملاتړ کوي، نو ناټو یې هرکلی کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین