۰
پاکستان:

د چین د سترې پروژې په عملي کولو کې له ستونزو سره مخ یو

چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۳
د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال وايي، هېواد یې د چین سترو پروژو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخ دی.
د چین د سترې پروژې په عملي کولو کې له ستونزو سره مخ یو
د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال وايي، هېواد یې د چین سترو پروژو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخ دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اقبال چې تېره ورځ یې چین کې په یوه جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، چې پاکستان نه دی بریالی شوی، چې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په لار کې پرتې ستونزې له منځه یوسي.
د هغه په وینا چې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز پروژې د پلي کولو له پاره باید لومړی پراته خنډونه او ستونزې له منځه یووړل شي.
د پاکستان د پلان وزیر زیاته کړې، تر ټولو ستره ستونزه دا ده، چې د بېلو ایالتونو اوسېدونکي د ډېرې ګټې غوښتنه کوي او د لږ ګټې په صورت کې په خپله سیمه کې د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې سړکونو او ریل پټلیو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین