>> جمهور - نورستان کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه شوې
 
۰

نورستان کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه شوې

چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۷
سیمه ییز چارواکي وايي، په نورستان ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې یو داعش وسله وال وژل شوي او درې مېرمنې ټپیانې شوې دي.
نورستان کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، په نورستان ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې یو داعش وسله وال وژل شوي او درې مېرمنې ټپیانې شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته نن د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په کلایګل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، طالبانو داعش ته د اوښتي یوه طالب قوماندان نور اکبر کور کلابند کړی و، چې وروسته د دواړو خواو تر منځ نښته رامنځ ته شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې په جګړه کې یو داعش وسله وال وژل شوی او درې مېرمنې ټپیان شوې دي، خو ویل کېږي، چې نور اکبر له خپل کور څخه نامعلوم لوري ته تللی دی.
د والي په خبره نور اکبر پخوا طالب و او اوس داعش سره یو ځای شوی، چې دا مهال یې لا هم کور د طالبانو له خوا کلابند دی.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکی وايي، جګړه اوس هم شته خو نور اکبر چې پخوانی طالب قوماندان او اوس داعش ته اوښتی، له خپل کور څخه وتلی دی.
تر اوسه طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې په ننګرهار او ځینو نور ولایتونو کې هم د طالبانو او داعش تر منځ ورته نښتې رامنځ ته شوې او مرګ ژوبله په کې وراوښتې ده.
جمهورآژانس:نورستان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین