۰

د هلمند امنیه او د ۵۰۵ بست زون قوماندانان له دندو ګوښه شول

چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۳
کورنیو چارو وزارت د هلمند په ځینو امنیتي ادارو کې بدلونونه راوستي، او دغه ولایت امنیه قوماندان او د ۵۰۵ بست زون قوماندان یې له دندو لرې کړي دي.
د هلمند امنیه او د ۵۰۵ بست زون قوماندانان له دندو ګوښه شول
کورنیو چارو وزارت د هلمند په ځینو امنیتي ادارو کې بدلونونه راوستي، او دغه ولایت امنیه قوماندان او د ۵۰۵ بست زون قوماندان یې له دندو لرې کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت مل پاسوال غلام داود ترخېل د پولیسو د ۵۰۵ بست زون د قوماندان او مل پاسوال عبدالغفار صافی د هلمند د امنیه قوماندان په توګه ټاکلي دي.
دغه دوه امنیتي چارواکي تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي کړای شول.
کورنیو چارو وزارت په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه لیکلي، ښاغلي مراد د هلمند د امنيتي او پوځي وضعيت د ارزونې په هدف دې ولایت ته تللی او هلته یې له امنیتي چارواکو سره خبرې کړي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې اقا نور کينتوز د هلمند امنيه قوماندان او عصمت الله دولتزی د پوليسو د ۵۰۵ بست زون قوماندانان و.
د هلمند دغه دوه امنیتي چارواکي وروسته له هغې له دندو ګوښه کړای شول، چې څو ورځې وړاندې په هلمند کې تر یوه خونړي موتر بم ځانمرګي برید وروسته د دغه ولایت ولایتي شورا له حکومته په جدي ډول وغوښتل، چې دغه دوه امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین