۰

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته ورسيد

شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۲
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته ورسېده او د خپل سفر په ترڅ کې به له ولسمشر محمد اشرف غني سره و ویني.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته ورسيد
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته ورسېده او د خپل سفر په ترڅ کې به له ولسمشر محمد اشرف غني سره و ویني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې يي نن کابل ته رسېدلی او له ولسمشر غني سره به د سولې د هڅو په تړاو به بحث او خبرې وکړي.
له هغې وروسته به د چین د بهرنیو چارو وزیر له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره وګوري.
باید و ویل شي، چې کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د تلو په اړه وړاندې ویل شوي و، چې هغه به کابل او اسلام آباد ته سفر وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي وو، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به له افغانستان او پاکستانه لیدنه وکړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو په برخه کې به هڅه وکړي.
د يادونې وړ ده چې ښاغلی وانګ يي له کابل نه اسلام آباد ته ځي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین