۰
د ازبکستان ولسمشر:

نړیوال دې له ترهګرۍ سره په مبارزه د افغانستان ملاتړ وکړي

شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۷
ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف وايي نړۍ دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي.
نړیوال دې له ترهګرۍ سره په مبارزه د افغانستان ملاتړ وکړي
ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف وايي نړۍ دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي میرزایف د افغانستان په هلمند ولایت کې وروستۍ خونړی برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي یې دي دغه ډول بشر ضد او انسان ضد بریدونه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.
هغه د هلمند د پېښې په اړه د خپلې غمررازۍ او خواخوږۍ مراتب له افغان ملت او افغان ولسمشر اشرف غني سره شریک کړي دي.
د ازبکستان ولسمشر د هلمند د پېښې په تړاو په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو پېښو وښوده، چې باید له ترهګرۍ سره په نړیواله کچه مبارزه وشي.
نوموړي پر نړیوالو غږ کړي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ودرېږي او په ګډه دغه پدیده له منځه یوسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین