۰
کابلوف:

امریکا په افغانستان کې له داعش سره رښتینې مبارزه نه کوي

شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۹
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې ریښتینې او جدي مبارزه نه کوي او نه هم له دغه ډلې سره د عملي جګړې کوم څرک تر سترګو کېږي.
امریکا په افغانستان کې له داعش سره رښتینې مبارزه نه کوي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې ریښتینې او جدي مبارزه نه کوي او نه هم له دغه ډلې سره د عملي جګړې کوم څرک تر سترګو کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي، امریکا په غیر مستقیم ډول هغه کسان ځپي چې د داعش پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي زیاته کړې، که د امریکا دښمن وي، نو بیا طالب او داعش دواړه د امریکا دښمنان دي، خو په وینا یې امریکایي ځواکونه د افغانستان په ختیځ کې یواځې پر هغو طالبانو بریدونه کوي، چې د داعش پر وړاندې جګړه کوي.
کابلوف دغه راز ویلي، چې په توره بوړه کې، امریکایانو د بمونو مور بم استعمال کړ، ادعا یې وکړه چې لسګونه داعشیان یې وژلي دي، خو دا خبرې ناسمې دي.
د ده په خبره وسله وال لا مخکې له دغه ځایه ایستل شوي وو او یواځې د دوو کسانو جسدونه هلته لیدل شوي دي.
ده یو ځل بیا هم په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې امریکا له داعش سره د مبارزې په برخه کې رښتینې نه ده او نه یې هم د مبارزې کوم څرک لګېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین