۰

په مکه کې حرم شريف ته څېرمه د ځانمرګي بريد هڅه ناکامه شوه

شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۰
په سعودي عربستان کې د هغه ځانمرګي برید هڅه شنده شوه، چې برید کوونکي غوښتل، په مکه مکرمه ښار کې پر حرم شریف ځانمرګی برید وکړي.
په مکه کې حرم شريف ته څېرمه د ځانمرګي بريد هڅه ناکامه شوه
په سعودي عربستان کې د هغه ځانمرګي برید هڅه شنده شوه، چې برید کوونکي غوښتل، په مکه مکرمه ښار کې پر حرم شریف ځانمرګی برید وکړي.
د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) وايي، دا پېښه تېره شپه د مکې ښار حرم شريف ته څېرمه په يوه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت وياند جنرال منصور الترکي ویلي، ځانمرګى بريدګر په يوه کور کې پټ شوى و او غوښتل يې چې له فرصته په استفادې په حرم شريف کې ځانمرګى بريد وکړي.
دهغه په وینا پوليس او استخباراتو په دې اړه معلومات ترلاسه کړي وو او کله يې چې ياد کور کلابند کړ، نو ځانمرګي بريدګر ځان ته چاودنه ورکړه.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې پېښه کې د پنځو پوليسو په ګډون ١١ تنه ټپيان شوي او ياده ودانۍ هم ړنګه شوې ده.
د سعودي امنيتي سرچينو ويلي چې پوليسو د حرم شريف په شاوخوا دوو سيمو کې د ترهګرو د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.
هغوى ويلي، د حرم شريف په درې کيلومترۍ د اجياد کالونۍ په سيمه کې کله چې پوليسو د ترهګرو يو ځاى په نښه او کلابند کړ، نو ورته يې د تسلمېدو امر وکړ، خو هغوى پر پوليسو ډزې وکړې او بيا يې ځان ته چاودنه ورکړه.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى، خو په سعودي کې د تېرو بريدونو مسووليت ډېرى مهال داعش ډلې اخيستى و.
د يادونې ده، تېر کال په همدې مياشت کې په مدينه منوره کې د مسجد نبوي تر څنګ هم ځانمرګي بريد يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین