۰
امریکا:

هېڅ داسې ثبوت نشته چې د البغدادي مرګ ثابت کړي

شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۱
د داعش ضد امریکايي ائتلاف ویاند ریان ډيلون وايي، هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی.
هېڅ داسې ثبوت نشته چې د البغدادي مرګ ثابت کړي
د داعش ضد امریکايي ائتلاف ویاند ریان ډيلون وايي، هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډيلون رسنیو ته ویلي، چې د ابوبکر البغدادي د مړینې په اړه هېڅ ثبوت نشته دی، خو که هغه ژوندی وي یا مړ پر عملیاتو کوم اغېز نه لري.
نوموړي وایي، امریکايي ائتلاف د داعش پر وړاندې جګړه جاري ساتي او ددغه ډلې تر له منځه تلو پورې به روانه وي.
د داعش ضد امریکايي ائتلاف ویاند زیاته کړې، چې د ابوبکر البغدادي مرګ یا ژوند پر دغو عملیاتو کوم اغېز نه شي لرلای.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین