۰

لښکرګاه کې د موتر بم برید مرګ ژوبله ۹۰ تنو ته ورسېده

پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۶
د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لښکرګاه کې د موتر بم برید مرګ ژوبله ۹۰ تنو ته ورسېده
د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې په مرکز لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک مخې ته رامنځ ته شوی دی.
چارواکي وايي او عیني شاهدان وايي، برید پر داسې مهال شوی، چې یو شمېر حکومتي کارکوونکي بانک ته د تنخوا اخیستلو له پاره تللي وو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید موټر بم و، چې له امله یې تر اوسه پورې ۳۰ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي د ویاند په خبره په دغه برید کې تر ډېره بریده مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې، خو په وینا یې نظامي کسان هم په کې شته دي.
په ورته وخت کې د هلمند امنیه قوماندان اقا نور کینتوز هم وايي، چې امنیتي سرتېري د معاش اخیستلو له پاره بانک ته ورغلي چې چاودنه وشوه.
که څه هم نوموړي وايي، شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو بیا هم ځانمرګی موټر په یوه امنیتي چک پاینټ کې تر درولو وروسته چاودنه کړې او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د یوه بې نمبر پلېټه موټر په واسطه دغه برید شوی او تر اوسه دا نه ده معلومه، چې څومره امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د برید مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین