۰

سعودي کې له محمد بن سلمان سره بيعت وشو

پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۴
د سعودي د سلطنتي کورنۍ غړو پرون ناوخته د مکې مکرمې په شاهي ماڼۍ کې د محمد بن سلمان له وليعهدۍ سره بيعت وکړ.
سعودي کې له محمد بن سلمان سره بيعت وشو
د سعودي د سلطنتي کورنۍ غړو پرون ناوخته د مکې مکرمې په شاهي ماڼۍ کې د محمد بن سلمان له وليعهدۍ سره بيعت وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې مراسمو کې د سلطنتي کورنۍ غړو، د سعودي چارواکو او د قبايلو مشرانو ګډون کړی و.
رسنۍ وايي، د مراسمو ټولو ګډونوالو په يوه خوله د دې هېواد له نوي وليعهد محمد بن سلمان سره بيعت وکړ.
باید و ویل شي، چې د د سعودي عربستان پادشاه سلمان تېره ورځ محمد بن نايف له وليعهدۍ ګوښه او پر ځای يې خپل زوی محمد بن سلمان د وليعهد په توګه وټاکه.
په دې اساس د سلمان د مړينې په صورت کې به د هغه ۳۱ کلن زوی محمد بن سلمان چې په سعودي ټولنه کې یې یې د یوه اغېزناک ځوان په توګه ثابت کړی او ګڼ شمېر پلويان موندلي دي د سعودي عربستان پادشاه ټاکل کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین